Language

په برمل  کې د حقاني شبکې  څلور غړي  وژل شوي

ښرنه(پژواک،٢٥مرغومى٩٥): پکتيکا کې د امنيتي ځواکونو او حقاني شبکې ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې د دې شبکې څلور غړي وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ايوب د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د حقاني شبکې لسګونو وسله والو په دې کنډک بريد وکړ.

هغه وويل چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي او بريد يې په شاه تمبول شوى دى.

د محمد ايوب په وينا، په بريد کې د حقاني شبکې دوه غړي ټپيان شوي هم دي او يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي سيدمحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته د ملي اردو په کنډک د سپکو او درنو وسلو ډزې کيدې.

هغه وويل چې جګړې نږدې تر سهاره دوام وکړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادې جګړې په اړه حقاني شبکې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د پکتيکا د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په برمل ولسوالۍ کې د سيف الله  په نامه د حقاني شبکې يوه ډله فعاليت کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.