Language

د غزني ښاروال  له  خپلې دندې استعفى وکړه

غزني(پژواک،٢٥مرغومى٩٥): د غزني ښاروال له خپلې دندې استعفى وکړه، خو د ولايتي شورا يو غړى بيا وايي چې ښاروال څو ورځې وړاندې  له دندې ګوښه شوى دى.

فريدون احمدي له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې د غزني د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.

شاوخوا لس مياشتې وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې فريدون احمدي له دندې ګوښه او پرځاى يې نصير احمد لليزى وټاکل شو.

خو په غزني کې يو شمېر کسانو د لليزي د ګومارل کېدو پر وړاندې لاريون وکړ او بېرته يې د فريدون احمدي د ټاکل کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر  د خلکو د غوښتنو پر بنسټ احمدي بېرته د غزني د ښاروال په توګه وټاکه، خو دا ځل بيا د ولايتي شورا د ځينو غړو په ګډون کسانو لاريونونه پيل کړل،  خو کومه ځانګړې پايله يې نه لرله.

د غزني ښاروال فريدون احمدي د مرغومي په ٢٥مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له کومو سياسي فشارونو پرته يې له خپلې دندې استعفى کړې ده.

هغه وويل: (( زه ناروغ يم نور خپلې دندې ته ادامه نه شم ورکولى هيله مند يم چې حکومتي مشران زما استعفى ومني.))

خو د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع بيا پژواک ته وويل چې ښاروال له خپلې دندې استعفى نه ده ورکړې، بلکې څه موده وړاندې منفک شوى دى.

هغه وايي: (( د لاريونونو پرمهال ولسمشر له موږ سره ژمنه کړې وه چې ښاروال به له دندې ګوښه کوي او خپله ژمنه يې اوس پوره کړه.))

جامع له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې يو په کار پوه کس دې ولايت ته د ښاروال په توګه معرفي کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.