کابل(پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): د يوه سويسي پوهنتون څانګه چې څلور کاله وړاندې يې د حامد کرزي د حکومت پرمهال د فعاليت جواز تر لاسه کړى و، اوسني حکومت يې فعاليت نا قانونه بللى چې له امله يې سلګونه محصلين بې برخليکه شوي دي.
دا موضوع تېره مياشت وروسته له هغه مطرح شوه چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې، د ملي يووالي حکومت له اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره په ناسته کې وويل چې په کابل کې د يومف (UMEF)په نوم د سويسي پوهنتون د څانګې فعاليت نا قانونه دى او دا وزارت يې اسناد په رسميت نه پېژني.
په افغانستان کې د يومف پوهنتون رامنځته کول
د افغانستان لپاره د يومف پوهنتون څانګې مطبوعاتي مسوول او وياند سيد محمد باقر کاظمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پوهنتون څلور کاله وړاندې د يوه افغان جاوېد سنګدل په پانګونه د يومف پوهنتون د مرکزي ادارې په توافق او د افغانستان اړونده ارګانونو د تاييد پر بنسټ جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ.
هغه وويل، يومف پوهنتون چې د سويس هېواد د ژنواى برخې(کانتون) کې فعاليت لري، د افغانستان د څانګې ټول اسناد يې قانوني دي.
کاظمي زياته کړه چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې د دې پوهنتون د څانګې رامنځته کول د پوهنتون د مرکزي ادارې له چارواکو سره تر تفاهم وروسته په سويس کې د افغانستان سفارت ته وړاندې شو او پر بنسټ يې د سفارت له لوري په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ته مکتوب واستول شو، څو د نورو پړاوونو وهلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته واستول شي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري د پروسې اسانتيا
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن