ژبه

يو کس له هند څخه افغانستان ته د ناقانونه پيسو د لېږد په تور ونيول شو

زرغونه صالحى

۴ سلواغه ۱۳۹۵ - ۱۷:۰۲

Views: ۴۲

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د ماليې وزارت د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې له هندوستان څخه افغانستان ته د غيرقانوني پيسو د رالېږدولو په تور د يوه کس  د  نيول کېدو خبر ورکړ.

د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ياد کس پرون مازديګر نيول شوى دى.

نوموړي د ياد شخص هويت په ډاګه نه کړ.

د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تورن شخص غوښتل  چې ٢٣ زره سويسي فرانکه، نږدې ٢٣٩ زره امريکايي ډالر، له ١٤١ زره زياتې هندۍ کلدارې او شا وخوا ٩٦ زره يورو له نوي ډهلي څخه  کابل ته په ډېر ماهرانه ډول ولېږدوي، چې د پيسو وينځلو پر وړاندې د مبارزې قانون پر بنسټ نيول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ترلاسه شوې پيسې د ماليې وزارت د ګمرک منسوبينو له لوري افغانستان بانک ته سپارل شوې او قضيه د عدلي او قضايي ارګانونو تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.