کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وايي د دولت د نه پاملرنې له امله د دې ولایت یو شمېر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې رغونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري.
دوی زیاتوي، په ځينو تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې شوي او یا یې اړوندې سیمې او ځمکې غصب شوي چې د دغه ولایت تاریخي برم ته یې دروند زیان اړولی دی.
بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره یې اقدامات کړي او د پراخولو لپاره یې پر نورو لارو چارو هم کار کوي.
د معلوماتو له مخې، په کندهار کې له ۳۰ څخه ډېر تاریخي ابدات ثبت دي چې ځینې یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري.
دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج او يو شمېر نور مقدس اماکن دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته و نه شي، نو له منځه به لاړ شي.
لیکوال او شاعر او د ملالۍ پوهنتون استاد عبدالواسع هڅیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناامنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره یې مخ کړي دي.
ده زیاته کړه، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ چې د هوتکیانو له دورې ها خوا تر زرو کلونو ډېر قدامت لري تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي.
دی وايي، اړوند وزارت ته په کار دي چې په دغه تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسي او یو محافظتي دېوال پرې راوګرځوي، څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاته شي.
هڅیال دغه راز د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کوکران سیمه کې د میرویس نیکه د استوګنې د کور او د کندهار ښار په زړه کې د احمد شاه بابا د کور یادونه وکړه چې تاریخي مخینه لري او دا مهال په کې د هغوی د کورنۍ اړوند کسان ژوند کوي.
د لوى امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعیت لري چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاتې دى، دغه کور په (۱۱۷۲) کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارایي سبک جوړ شوى دى .
هڅيال غوښتنه کوي چې دولت دې دغه کورونه له هغوی په بیه واخلي او د تاریخي ځایونو په بڼه یې خوندي کړي.
ده دا هم وویل چې ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو کې موقعيت لري هم د مرکزي اداري جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.
login or register a new account.