خوست (پژواک ٧ سلواغه ٩٥): په سوېل ختيځ زون کې يو شمېر خبريالان له دولته غوښتنه کوي، چې د هغوی د ژوند خونديتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
يادو خبريالانو دا څرګندونې په هغه دوه ورځني ورکشاپ کې وکړې، چې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا د لومړنيو طبي مرستو په تړاو په خوست ولايت کې جوړ شوی و.
په دغه ورکشاپ کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو پنځلسو خبريالانو ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۲۰۱۶ کال د افغان خبريالانو پروړاندې تر ټولو خونړۍ کال و او په همدې کال کې ۱۳ خبريالان ووژل شول.
په لوګر ولايت کې د خبريالانو ټولنې مشر خان ولي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، معلوماتو ته په وخت نه لاسرسى، ناامني او د نامسووله وسله والو له خوا ګواښونه هغه څه دي، چې د خبريالانو د کار په وړاندې يې خنډ جوړ کړی دى.
دی وايي: ((له بده مرغه ووايم چې تېر ۲۰۱۶ کال او د ۲۰۱۷ کال پيل د خبريالانو لپاره له تاوتريخوالي ډک و؛ د بېلګې په ډول د تېر کال په ډسمبر مياشت کې په لوګر ولايت کې د محمد نصير مدثر وژل کېدل و.))
د پکتيکا ولايت يوتن ازاد خبريال علي محمد نظري بيا پژواک اژانس ته وويل، که چېرې خبريالان په خپلو راپورونو کې بې طرفي او توازن وساتي، نو له هيڅ ډول ستونزې سره به مخامخ نه شي او په دې برخه کې د دولت پاملرنه هم اړينه ده.
نوموړی زياتوي: ((دولت هم د خبريالانو د امنيت ساتلو لپاره مسووليت لري، ځينې خبريالان د مافيايي کړيو او يا هم د وسله والو مخالفينو له خوا د ځينو راپورونو د جوړولو پرسر له ګواښونو سره مخامخ کېږي)).
په همدې حال کې په سوېل ختيځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات هم له افغان حکومت او د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه کوي، چې خبريالانو سره په چلند کې مثبت بدلون راولي.
نوموړي دغه ډول وويل، په ياد شوي دوه ورځني ورکشاپ کې هم خبريالانو ته د ځان د خونديتوب په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې، چې د بېړنيو پېښو پرمهال به ورسره څه ناڅه مرسته وکړي.
هغه وايي: ((دغه روزنيز پروګرام د خبريالانو د مصوونيت په تړاو جوړ شوی و، چې څه ډول دوی کولی شي په طبيعي پېښو کې او يا د نورو بېړنيو پېښو پرمهال خپل ژوند خوندي وساتي.))
څېړونکي په دې باور دي، که د خبريالانو د کار په وړاندې شته خنډونه له منځه يو نه وړل شي، نو دا به په افغانستان کې د بيان د ازادۍ د له منځه تلو په معنا وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن