Language

په لوګر کې وسله والو له يوه ١٩کلن سلمان څخه سر او لاس پرېکړي

پل علم(پژواک،١٠سلواغه٩٥): د لوګر چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په مرکز پل علم کې له يو سلمان څخه سر او لاس پرې کړي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د پادخاب شانه په سيمه کې له سلمان څخه لاس او سر غوڅ کړي دي.

هغه وايي: (( دغه سلمان بېګاه چېرته تللى و، کله چې بېرته کورته راځي په لاره کې يې طالبان  نيسي سر او لاس  ترې غوڅوي او بيا يې سر او لاس له ځانه سره وړي.))

صالح وايي چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په تړاو يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

د پادخاب شانه کلي اوسېدونکي زړګي پژواک ته وويل چې دغه وژل شوى سلمان جان محمد نومېده او ١٩کلن و .

ده وويل: (( جان محمد ډير ښه هلک و  او بېچاره څلور مياشتې وړاندې واده کړى و .))

د هغه د معلوماتو له مخې، جان محمد تر دې وړاندې په خوښۍ ولسوالۍ کې دوکان درلود، خو دا دوه مياشتې کېدې چې په کلي کې يې دوکان جوړ کړى و .

زړګى وايي چې جان محمد له سر او لاس پرته نن خاورو ته وسپارل شو، خو دې پېښې کليوال سخت اندېښمن کړي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه سلمان طالبانو نه دى وژلى او دغه پېښه دوى غندي.

هغه وايي: (( دغه ناروا مرګ طالبانو نه دى کړى، موږ په دې اړه پلټنې کوو، ترڅو  يې عاملين   پيدا کړو او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوو.))

د يادونې ده چې پادخاب شانه د لوګر د ولايت مقام په دوه کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.