خوست ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): په خوست ښار کې څو شېبې مخکې دوې چاودنې شوې، چې له امله يې يو ټپيان شوي دي.
دا چاودنه نن دسلواغې په ١٣مه، تر غرمې مخکې په ١٠ بجو او ٤٥ د خوست ښار اړونده د فوټبال لوبغالي ترڅنګ شوې دي.
د احمد الله په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د پوليسو پر يوه رنجر وشوه، چې له امله يې څو پوليس ټپيان شول.
دى وايي، لس دقيقې وروسته همدلته بله چاودنه وشوه، چې له امله يې زده کوونکى ټپي شوى دى.
د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چاودنې تاييد کړې، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنکړل.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن