ښرنه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۵):د پکتيکا ولايت د ښرنې د ملکي رغتون د جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سره يوځای د نامعلومو وسله والو له لوري پخپل کور کې وژل شوي دي.
دا پيښه تیره شپه ددې ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې د ه.
د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسيدونکی سيد نور د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ملا امام د ښرنې په ملکي رغتون کې د امامت دنده پرمخ وړله ، چې تيره شپه ناوخته په خپل کورکې د نامعلومو وسلوالو له لوري له خپلې ميرمنې سره يو ځای وژل شوی دی.
هغه زياته کړه(( ياد ملا له چا سره شخصې بد او ستونزه نه درلوده، يوازې يې د ښرنې د جامع جومات د امامت دنده په غاړه لرله، چې تيره شپه کور ته په رخصتی تللی و، د شپې په نهه نیمو بجو یې وسله وال کور ته ورغلي وو او هغوی یې وژلي دي.))
د يوسف خيل ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکی چې نه غواړي نوم يې په ډاګه شي پژواک وويل، چې ياد ملا دری کاله وړاندې د سولې له پروسې سره يوځای شوی و او نوريې هيڅ دنده نه درلوده يوازې د ښرنې د ملکي رغتون امامت يې کاوه د مشخيلو په کلی کې وژل شوی دی.
د پکتيکا ولايت دامنیه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود پژواک ته وويل، چې تيره شپه نا معلومو وسلوالو ديوسف خيل ولسوالۍ يوتن ديني عالم له خپلې ميرمنې سره يوځای په خپل کورکې په ډزو سره وژلی اومړي يې د ښرنې ملکي رغتون راوړل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې پوليس سيمي ته په وخت رسيدلی او په دې اړه يې پلټني پيل کړي چې ډير ژر به يې عاملين دقانون منګلوته وسپاري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP