خوست ښار (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): په خوست ولايت کې پر مرميو د وژل شوو دوو تنو جسدونه موندل شوي دي.
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د سلواغې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پر مرميو وژل شوي دا جسدونه نن سهار د اسماعېلخېلو مندوزيو ولسواليو اړونده د مشکوڼه پله ترڅنګه موندل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا کسان په بل ځاى کې وژل شوي او جسدونه يې ياده سيمه کې غورځول شوي وو.
د نوموړي په وينا، وژل شوي کسان چې عمرونه يې د ٣٠ او ٤٠ کلونو په شاوخوا کې دي، ددې ولايت مرکزي روغتون ته د پلـټنو لپاره لېږدول شوي دي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمد منګل ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته ياد جسدونه راوړل شوي دي .
د سيمې يو تن اوسېدونکي عبدالواسع پژواک ته وويل چې دا کسان په بله سيمه کې وژل شوي او جسدونه يې دلته راوړل شوي دي.
هغه زياتوي چې د سيمې خلکو دوى نه دي پېژندلي او بيا يې پوليسو ته خبر و رکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن