Language

پکتيکا کې د ورښتونو له امله ٥ تنه مړه او ٣٢ نور ژوبل شوي دي

ښرنه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٥): د پکتيکا مسوولين وايي، د دې ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د واورو وروستيو ورښتونو له امله، ٥ تنه مړه او ٣٢ نور ژوبل دي او هم د استوګنې لسګونه کورونه نړېدلي دي.

د پکتيکا له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر عبدالهادي هادي، پژواک ته وويل چې د پکتيکا په څلورو ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله مالي او ځان زيانونه اوښتي دي.

دى زياتوي، په وړممۍ ولسوالۍ کې ٤ تنه مړه شوي، ١٢ ژوبل دي، په تروې ولسوالۍ کې ٩ تنه ژوبل شوي او شل کورونه نړېدلي دي، په وازېخوا او خوشامند ولسواليو کې هم ١١ تنه ژوبل شوي او د استوګنې ١٨ کورونه نړېدلي دي.

وړممۍ، وازيخوا او تروې د پکتيکا په لوېديځ کې لرې پرتې سرحدي ولسوالۍ دي.

د پکتيکا والي الياس وحدت بيا وايي، د وروستيو ورښتونو له امله پنځه تنه مړه شوي او لسګونه کسان ژوبل دي.

د ده په خبره، اړوندو مسوولينو ته لارښوونه کړې چې له زيانمنو شويو کورنيو سره بيړنۍ مرستې وکړي.

ده زياته کړه، سره له دې چې لويې لارې تړل شوې نه دي، خو له خلکو غواړو چې پر هغو تګ راتګ ونه کړي، ځکه له خطرونو ډکې دي.

د پکتيکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد نور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د واورې سخت ورښت او بادونو له امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، که د دې ولسوالۍ خلکو ته په وخت مرسته ونه رسېږي، د لارو د بندېدو له امله به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

د وړممې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد عباس هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ښايي د تلفاتو شمېرې له دې هم لوړه شي، نو له دولت او همکارو موسسو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

login or register a new account.

Related Topics