ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په ورسج کې یو روغتیايي مرکز د مسوولینو د اختلاف له امله تړل شوی

د تخار په ورسج کې یو روغتیايي مرکز د مسوولینو د اختلاف له امله تړل شوی

author avatar
7 Feb 2017 - 15:47
د تخار په ورسج کې یو روغتیايي مرکز د مسوولینو د اختلاف له امله تړل شوی
author avatar
7 Feb 2017 - 15:47

تالقان (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز پخواني او نوي امر د پلويانو تر منځ د شخړې له امله له يوې اونۍ راهيسې دغه مرکز تړل شوى دى.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ورسج ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز د يوې قابلې او امر تر منځ د شخړې له امله له اوو ورځو راهيسې تړل شوى دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو زياته یې کړه چې دغه مرکز به په راتلونکو دوو ورځو کې بېرته د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

ساپي دا هم وويل چې ياد مرکز د سيمې زرګونو کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کول.

د یادې ولسوالۍ د ترشت سيمې اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل چې دغه روغتیايي مرکز وروسته له هغه تړل شوی چې د یاد مرکز امر احسان الله لرې شو او پر ځای یې د یوه سیمه ییز قوماندان فیض الله بیک لور وګومارل شوه.

نوموړی وايي چې دغه روغتیايي مرکز د دواړو غاړو د پلویانو له لوري تړل شوی او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

شکرالله وايي چې د دغه مرکز په تړل کېدو سره دوی په ساعتونو مزل کوي او خپل ناروغان د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته رسوي.

د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ټينګار کاوه چې هر څو ژر بايد دغه مرکز بېرته پرانيستل شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.