Language

کندوز کې پيل شوي ژمني عمليات لاسته راوړنه نه لري

کندوز (پژواک ١٩ سلواغه ٩٥): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي، په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو پيل شوي ژمني عمليات ناکامه بولي او ادعا کوي، چې وسله والو مخالفينو روان ژمى د کندوز ډېرى سيمې نيولې دي.

خو د کندوز والي بيا د يادو ادعاوو د ردولو ترڅنګ ويلي، د امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي ژمني عمليات په ښه توګه روان دي او راتلونکى کال به د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه وي.

د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې پيل شوي ژمني عمليات تر اوسه پورې کومه لاسته راوړنه نه لري، خو وسله والو مخالفينو د سيمو د نيولو ساحه لاپسې پراخه کړې ده.

هغه زياته کړه: "پر دې سربېره چې سږ کال ژمى زمينه مساعده وه، خو حکومت د وسله والو مخالفينو د ځپلو د او د سيمو د پاکولو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ، چې وسله والو مخالفينو تر خپل کنټرول لاندې سيمو لمن لاپسې پراخه کړې او موږ يې سخت اندېښمن کړي يو."

د کندوز ښار د ملا سردار سيمې اوسېدونکي شريف وويل: "له تېرو دوه مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونه زموږ په سيمه کې مېشت دي، خو تر اوسه پورې کومه لاسته راوړنه نه لري. عمليات ولاړ دي او ښار ته نږدې سيمې تر اوسه پورې د طالبانو په لاس کې دي. حکومت دې کندوز يا طالبانو ته پرېږدي او يا دې عمليات وکړي، ځکه خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

د کندوز ښار بل اوسېدونکي فيروز، سيمه ييز حکومت د ياد ولايت د اوسېدونکو امنيت د ټينګولو په برخه کې پاتې وباله او له مرکزي حکومت يې ياد ولايت ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه، څو وسله طالبان د هوا په ګرمېدو سره دغه ولايت بياځلې ونه نيسي.

هغه زياته کړه: "ښار ته په نږدې سيمو کې د طالبانو شتون خلک سخت اندېښمن کړي او په کندوز ولايت کې ترسره شوي عمليات يواځې نمايشي او ناکامه عمليات دي."

د کندوز امنيتي چارواکي، د دغه ولايت د ولايتي شورا د مشر او خلکو د څرګندونو په اړه نظر نه دى وړاندې کړى.

خو د کندوز والي د دغو ادعاوو د ردولو ترڅنګ وايي، د امنيتي ځواکونو ژمني عمليات په ښه توګه روان دي او راتلونکى کال به د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه وي.

عمرخېل زياته کړه: "د ولايتي شورا د نظر په اړه څه نه وايم، خو زموږ عمليات ښې لاسته راوړنې لري، چې راتلونکى کال پسرلى به امنيتي وضعيت ښه وي."

login or register a new account.