ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر یوې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوی

تخار کې پر یوې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوی

author avatar
8 Feb 2017 - 13:02
تخار کې پر یوې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوی
author avatar
8 Feb 2017 - 13:02

تالقان (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې پر يوې ځوانې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور  د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ نصيره نومېږي او ٢٠ کاله عمر لري.

د تيمور  د معلوماتو له مخې، پر نصيرې، یوه کس جمشيد او ملګرو يې ډله ييز جنسي تېرى کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه نصيرې پژواک ته وويل: ((له واده مې يوه مياشت تېرېده، خپل ماما ته مې زنګ وواهه، نمبر يو بل چا ته رخ شو، دغه کس جمشيد نومېږي هغه ما سره د مينې خبرې وکړې او زما هم خوښ شو.))

هغې وويل چې څه موده وروسته له جمشيد سره له کوره وتښتېده او د فرخار ولسوالۍ مرکز  ته ولاړل.

دې وويل: ((کله چې هلته ورسېدو، جمشيد او دوو ملګرو يې چې د پوليسو جامې یې پر تن وې، څلور شپې يې پر ما ډله ييز جنسي تېرى وکړ.))

خو د تخار د والي وياند وايي چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان څوک دي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

نصيره د فرخار ولسوالۍ د مشتان کلي اوسېدونکي ده.

نصيره چې اوسمهال د تخار په حوزوي روغتون کې بستره ده په اړه يې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس حفيظ الله ساپى وايي چې پر دې نجلې ډله ييز بريد شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې موده کې دې نجلې ته نشه يي توکي هم ورکول شوي دي.

د تخار چارواکي وايي چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.