ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ بورډ د پخواني رییس پر ملاتړ غونډه وشوه

خوست کې د کرکټ بورډ د پخواني رییس پر ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
9 Feb 2017 - 16:22
خوست کې د کرکټ بورډ د پخواني رییس پر ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
9 Feb 2017 - 16:22

خوست ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د خوست ولايت سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د کرکټ بورډ د پخواني مشر نسيم الله دانش په ملاتړ غونډه کې د هغه د لرې کولو له امله پر حکومت نيوکه وکړه.

يادو قومي مشرانو او مدني فعالانو دا څرګندونې د سلواغې په ٢١مه په هغې غونډه کې وکړې چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني رييس نسيم الله دانش د ستاينې او د لاسته راوړنو په تړاو جوړه شوې وه.

نسيم الله دانش تقريباً دوه مياشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له دندې ګوښه او پر ځای يې شکرالله عاطف مشعل وګوماره.

ولسمشر دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د کرکټ ملي لوبغاړو شاه پور ځدراڼ او شفيق الله شفق له رسنيو سره په مرکو کې د کرکټ د پخوانۍ ادارې چارواکي دوى سره پر ظلم او ناسم  چلند تورن کړ.

له دغو مرکو وروسته په ټولنيزو شبکو کې د يادو لوبغاړو او د کرکټ د پخوانۍ ادارې د مشرانو پر ضد ډېر اعتراضونه وشول.

خو د کرکټ بورډ د هغه مهال ادارې او مشر نسيم الله دانش ياد تورونه رد کړل او زياته کړې وه چې دوى هر څه د اصولو او قوانينو له مخې کړې دي.

قومي مشر سمين خان غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، ولسمشر پرته له دې چې د نسيم الله دانش د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنې په پام کې ونيسي له دندې ګوښه کړ او د هغه دا کار يې خوستيو ولسونو ته سپکاوی وباله.

هغه زياته کړه: ((په يوه اداره کې ادلون بدلون د دولت يو اصل دی خو په دا ډول چې نسيم الله دانش سره وشول، موږ پرې ډېر خفه او له ولسمشر غواړو، چې موږ ته ددې کار حساب راکړي.))

مدني فعال زاهد شاه انګار يادې غونډې ته وويل، دوه کاله وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ اداره له سقوط سره مخ وه، خو د دانش په راتګ سره بېرته ژوندی شوه.

ده زياته کړه چې مرکزي حکومت دې د هغه په لاسته راوړنو سترګې نه پټوي او دوی ته دې هغه لاملونه په ګوته کړي، چې له امله يې نسيم الله دانش له دندې ګوښه شوی.

انګار وايي: ((موږ به د ولسمشر، اجرائيه رئيس او د کابينې غړو ته دا پيغام رسوو، چې د نسيم دانش د ګوښه کيدو دلاليل له موږ سره شريک کړي او موږ به هېڅکله دا خبره پرې نه ږدو.))

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني رييس نسيم الله دانش هم ياده شوې غونډه کې د ګيلې په ډول وويل چې ولسمشر پرته له دې چې هغه ته څه ووايي او يايې راوغواړي له دندې لرې کړ او پرځای يې بل کس مقرر کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.