ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو ٢٢ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو طالبانو ٢٢ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Feb 2017 - 14:11
وسله والو طالبانو ٢٢ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Feb 2017 - 14:11

خوست ښار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د خوست ولايت چارواکي وايي چې تېره شپه د ډيورنډ فرضي کرښې دې خوا ته د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستانيو ځواکونو او پاکستانيو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت يوې دولتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات  ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شاميت په سيمه کې  ترسره شوي دي.

سرچينه وايي چې پاکستاني ځواکونه ډيورنډ کرښې ته څېرمه ګزمې کوي او کله کله له کرښې  دېخوا هم را اوړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په شاميت سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو او پاکستانيو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې تر ٢٠ پورې پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، دغه راز يو وسله وال طالب هم وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ګربزو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته د يادې نښتې د تاييد تر څنګ وويل  چې شاميت سيمه د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره ګډه پوله لري.

هغه وايي: ((پاکستاني ځواکونه د ګزمې پر مهال له ډيورنډ کرښې دېخوا را اوښتي وو، دلته ورته پاکستانيو طالبانو کمين نيولى و او په نښته کې ٢٢ سرتېرو او پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))

ياده سرچينه وايي چې په دې نښته کې يو افغان شپون هم ټپي شوى دى.

په سيمه کې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان حاجي داوود وايي چې په دې نښته کې ١٢ سرتېري وژل شوي، پنځه يې ټپيان دي او يو تن يې تښتېدلى دى.

ده زياته کړه چې ټول ١٨ سرتېري وو.

د هغه په وينا، په دغه کمين کې ١٥٠ طالبانو برخه اخيستې وه چې يو تن يې وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د پاکستاني طالبانو يوه وياند محمد خراساني هم له ځينو رسنيو سره په اړيکو کې ياده پېښه تاييد کړې ده.

د پاکستان پوځ او يا هم حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.