ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا په مرکز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا په مرکز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Feb 2017 - 11:34
د کاپيسا په مرکز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Feb 2017 - 11:34

محمودراقي (پژواک، ٧ کب ٩٥): د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر د ولايت د مرکز اړونده د غني خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياد کلي کې د تره زامنو ترمنځ  د ځمکې د ملکيت پر سره شخړه رامنځته شوې وه چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي  او څلور نور ټپيان دي.

د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي خوشحال پژواک ته وويل چې د کاپيسا په مرکز کې د پنجشېر سيند بهيږي چې د خلکو ډېرى ځمکې يې وړې دي.

د نوموړي په وينا، له همدې امله تېره ورځ د سيند پر غاړه د ځمکو پر سر شخړه شوې او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې تېره ورځ د ولايت د مرکز د شوخي په سيمه کې يو پلار او زوی چې په خپل کرولا موټر کې روان و‌، د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې دواړه ټپيان شوي دي.

يوسفزى وايي چې د دواړو پېښو ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.