غزني ښار (پژواک، ١٢ کب ٩٥): وسله والو طالبانو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې ګمرک جوړ کړى، له موټر چلوونکو پيسې اخلي او خپله وسله وال هم دغه موضوع تاييدوي.
د غزني- پکتيا د لويې لارې موټر چلوونکي روح الله د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې لارې په اوږدو کې د ده يک ولسوالۍ د پايلوچ په سيمه کې ګمرک جوړ کړى دى.
هغه وايي: ((طالبان ولاړ دي، هر موټر ته د ترافيکو په شان پارچه ورکوي او په کې ليکي چې له دغه موټر څخه مو دومره پيسې واخيستې.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نه دغه پاڼه اوس راسره نشته، په لاره کې مې غورځولې؛ ځکه که پوليس يې راسره پيدا کړي، بيا مې پوليس په عذابوي.))
د همدې لارې يوه ټکسي چلوونکي بريالي هم وويل چې وسله والو طالبانو په ده يک کې ګمرک جوړ کړى دى.
هغه وايي: ((سهار طالبان د سړک غاړې ته راځي، موټرو ته پارچې ورکوي او بيا تر ماښامه همدلته ولاړ وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبان له پنځه سوو پاکستانۍ کلدارو نيولې تر پنځه زرو پورې له موټرو څخه اخلي.
ياد موټر چلوونکو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې ياده ستونزه يې هواره کړي.
د پايلوچ سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې طالبانو ګمرک جوړ کړى او له موټرو څخه پيسې اخلي.
ده وويل: ((طالبانو دلته پاټک جوړ کړى، سهار يو موټر راځي طالبان دلته ښکته کوي او ماښام بيا بل موټر راځي او طالبان بېرته وړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې طالبانو ګمرک جوړ کړى و خو اوس مهال نشته دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو دلته ګمرک جوړ کړى و، موږ پرې عمليات وکړل، طالبان وتښتېدل خو اوس هلته څو غله ولاړ وي او له موټر چلوونکو په زور ماليه اخلي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP