پل علم (پژواک، ١٢ کب ٩٥): په لوګر کې سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې په څرخ ولسوالۍ کې د يو قوماندان په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځمکني او هوايي امنيتي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالب قوماندان ملا ثناءګل په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه وويل: ((دغه عمليات له کابل څخه پروګرام شوي وو چې هوايي او ځمکنيو ځواکونو په کې برخه لرله.))
د صالح په وينا، ملا ثناګل په دې سيمه کې د طالبانو له خطرناکو قوماندانو څخه شمېرل کېده چې څو کاله يې د افغان دولت پر وړاندې وسله وال فعاليت درلود.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې اته بهرني طالبان هم شامل دي چې چيچيني او عرب دي.
د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيد هلال پژواک ته وويل: ((تېره شپه دوه بجې به وې چې اول يوه طياره راغله او بم یې واچاو، وروسته بيا د ډزو غږونه راتلل.))
د هغه په وينا، سهار پوه شول چې د تېرې شپې په بريد کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنو سيمو څخه شمېرل کېږي.
د يادونې ده، څلور ورځې وړاندې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال دوه طالب قوماندان و وژل شول او ٧ نور طالبان ژوندي ونيول شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP