تالقان (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د تخار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
د تخار د پوهنې ریاست تدریسي امر حسام الدین نظري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د بي بي فهيمې په نوم د نجونو یو ښوونځی د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوی دی.
نظري وايي چې په دې پېښه کې د ښوونځي پر ودانۍ سربېره د شل زره امریکايي ډالرو په بیه د المان هېواد له لوري مرسته شوي کتابونه، لابراتوار او نور توکي سوځېدلي دي.
نوموړی وايي چې د ښوونځي د ساتونکي د معلوماتو له مخې، وړمه شپه وسله والو کسانو دغه ښوونځي ته اور ورکړی دی.
د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي نظر محمد هم د ياد ښوونځي سوځول تاييد کړل.
خو ده وويل: ((دغه ښوونځى د اوسنۍ او پخوانۍ مديرې تر منځ د خپلمنځي شخړۍ له امله سوځول شوى دى.))
خو د تخار د پوهنې ریاست چارواکي بيا وايي چې په دې اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په لوګر هم د نامعلومو کسانو له لوري د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن