غزني ښار (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د غزني والي وايي چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې د ١٨ پاکستانيانو په ګډون ٢٤ طالبان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د کب په ١٤مه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لويه لار د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ٢٤ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې ١٨ پاکستانيان هم شامل دي.
په دې غونډه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال نظام الدين خنجر وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ګيرو او قره باغ ولسواليو سربېره د غزني ښار د ناني په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وويل، د طالبانو دغه بريدونه پر شاه وتمبول شول چې د يو سرګروپ په ګډون یې د دوو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.
خنجر زياته کړه چې په دغو بريدونو کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د غزني ښار د ناني سيمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه.
هغه وويل: ((طالبان راغلي وو، په سيمه کې ولاړ وو، خلک يې له موټرو ښکته کول چې بيا پوليس او اردو راغلل او نښته پيل شوه.))
هغه په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
غزني تر هلمند او کندوز وروسته د افغانستان له نا امنو ولايتونو شمېرل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP