Language

د  ازرې  څلور قومي مشران له ٤٠ ورځو راهيسې د طالبانو په بند کې دي

پل علم(پژواک،١٧کب٩٥): د لوګر د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران له تېرو ٤٠ ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو په بند کې دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د کب په١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا شپږو اوونيو راهيسې د دې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سيمې څلور قومي مشران له حکومت سره د همکارۍ په تور د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي دي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې قومي مشرانو کې عبدالستار، ميرغوث الدين، عبدالهادي او حيات نور شامل دي.

هغه زياته کړه چې سيمه ييزه اداره تر اوسه په دې نه ده توانېدلې چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له منګلو څخه وژغوري.

د حميد په وينا، وسله والو طالبانو له دې قومي مشرانو غوښتي چې د حکومت له همکارۍ لاس واخلي او د اکبر خېلو  سيمې اوسېدونکي دې د سيمه ييزو پوليسو له ليکو وباسي، نو بيا به يې ازاد کړي.

خو ده وويل: (( زموږ هڅې روانې دي ترڅو د قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه کسان له طالبانو څخه خلاص کړو.))

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم وويل چې له تېرو ٤٠ ورځو راهيسې څلور قومي مشران د طالبانو په بند کې دي.

هغه وويل چې دغه کسان له حکومت سره هېڅ ډول همکاري نه لري، نو هرڅه ژر يې بايد وسله وال طالبان ازاد کړي.

وکيل وايي چې د يادو کسانو روغتيايي حالت ښه دى او طالبانو تر اوسه ورسره کوم بد چلند نه دى کړى.

وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران د طالبانو په بند کې دي.

ده وويل چې طالبان له حکومت سره د دې کسانو د همکارۍ په تړاو کره شواهد لري او دوى مجرمين دي.

login or register a new account.