Language

وزيرى: د پکتيکا يو شمېر دولتي کسان د نشه يي توکو قاچاق کې لاس لري

ښرنه(پژواک،١٨کب٩٥):د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ چارواکي تور پورې کوي چې يو شمېر دولتي کسان د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري چې له امله يې د دې ولايت ډيرى اوسېدونکي په نشه يي توکو اخته شوي دي.

دغه څرګندونې د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ رييس اسدالله وزيري د کب په ١٨مه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د روان کال په اوږدو کې يې ٣٩٥ سياسي او جنايي دوسيې څېړلې دي، خو په دې دوسيو کې د نشه يي توکو په اړه يوه دوسيه هم نه وه.

ده زياته کړه: (( په ټول کال کې موږ د نشه يي توکو يوه دوسيه نه ده څېړلې له دې معلوميږي چې يو شمېر دولتي چارواکي په دې قضيه کې دخيل دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په پکتيکا کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم ډير شوى دى.

وزيري د پکتيکا پر پوليسو هم نيوکه وکړه چې په دې ولايت کې په ښکاره توګه نشه يي توکي پلورل کيږي خو دوى يې مخه نه نيسي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ددې ولايت د ولايتي شورا د څلورو غړو د فساد په اړه له لويې څارنوالۍ څخه مکتوبونه هم ورغلي دي.

هغه وويل: (( موږ ورته استعلام لېږلى خو تر اوسه دوى نه دى ځواب کړى.))

د پکتيکا د استيناف څارنوال په خپلو يادو څرګندونو کې د هيچا نوم هم ياد نه کړ.

دغه راز وزيري وويل چې په دې ولايت کې د ښځينه زندان او  ښځينه څارنوالانو د نشتون په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه دا هم وويل چې په نوي کال کې به د پکتيکا ډيرو ولسواليو ته چې تر اوسه يې څارنوالان نه درلودل، نوي څارنوالان معرفي کړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ تشکيل پوره شوى او اوسمهال ٤٧ څارنوالان لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.