خوست ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٥): چارواکي وايي چې د خوست پر نظامي هوايي ډګر له شکمنو درېیو برید کوونکو یو یې وژل شوی او دوه نور په تېښته بریالي شوي دي.
په سوېل ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند فضل خدا وايي چې غرمه مهال درېيو بريدګرو پر نظامي هوايي ډګر د بريد هڅه کوله چې يو يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوى او دوه نور تښتېدلي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم مني چې يو بريدګر وژل شوى او دوه نور تښتېدلي دي.
خو هغه زياتوي چې له وژل شوي بريدګره يوازې يوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
غيرت وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يادونې ده، په نظامي هوايي ډګر کې د کمپاين ځانګړى ځواک مېشت دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړ ه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن