Language

داعش په لوګر کې د ځوانانو د جذب په موخه تبلیغاتي شپې پاڼې خپرې کړې

پل علم (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): په لوګر ولايت کې د داعش وسله والو له لوري د ځوانانو جذبولو په موخه تبليغاتي شپې پاڼې خپرې شوې دي.

د لوګر د مرکز پل علم د سرسنګ سيمې اوسېدونکي احمد جاوېد د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې څو ځلې داعش وسله والو ته منسوب کسانو تبليغاتي شپې پاڼې خپرې کړې دي.

هغه وايي: ((د شپې له مخې دغه پاڼې په لارو او کورونو کې اچوي او له ځوانانو غواړي تر څو له دوی سره يو ځاى شي.))

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د شاه مزار سيمې قومي مشر حاجي ګلاب پژواک ته وويل چې يادې پاڼې په دې سيمه کې هم خپرې شوې دي.

ده وويل: ((پخوا خلکو له طالبانو څخه ښه ورځ نه ده ليدلې، اوس داعش هم راځي نو دا به خلکو ته ډېره مشکله شي چې په دې سيمه کې ژوند وکړي.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر په دغه ولايت کې د داعش وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.

د يادو پاڼو يوه کاپي پژواک ته هم رسېدلې ده.

د دې پاڼې په پورتنۍ برخه کې د داعش وسله والې ډلې بيرغ ښکل شوى دى او ورپسې ليکل شوي دي: ((د اسلامي خلافت دولت- د خراسان زون- د بره کي برک ولسوالۍ د لوګر ولايت خلکو ته!))

د پاڼې په متن کې ليکل شوي چې داعش غواړي په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي او د دغه ولايت واګې په خپل لاس کې واخلي.

دغه راز په دې پاڼه کې د بره کي برک ولسوالۍ پر خلکو ټينګار شوى چې د طالبانو په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې داعش وسله والو يو شمېر شپې پاڼې خپرې کړې دي.

ده وويل چې امنيتي ځواکونه بايد هر څه ژر په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.