خوست ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٥): د خوست د مرکز اړوند د متون سيمې پر خوړ د پول په جوړېدو سره د لسګونو زره تنو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.
د خوست والي حکم خان حبيبي د کب په ٢٣مه، د ياد پله د پرانېستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، دغه پول چې ددې ولايت يو شمېر ولسوالۍ له خوست ښار سره نښلوي،په تېرو پنځلسو مياشتو کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي وويل، دغه پول ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۹،۵ متره سور لري، چې ټولټال ۹۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د فوايدعامې وزارت ورکړی دی.
حبيبي زياته کړه: ((دا پول د عليشېرو، صبري او يعقوبي، باک او ځاځي ميدان ولسواليو د خلکو د ورځني ژوندانه د اسانتيا په برخه کې مهم پرمختګ دی. د دې پله په نشتون کې د سيلاب راوتو پرمهال زموږ ډېرو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو اوس دغه ستونزه په بنسټيز ډول هواره شوه.))
د خوست د فوايدعامې رييس انجينر مامورشاه پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره هڅه کوي چې په دې ولايت کې د پلونو د نشتوالي په برخه کې ټولې شته ستونزې هوارې او د خلکو اړتياوې پوره کړي.
هغه وويل چې د تېرو دوو کلونو په موده کې د خوست په بېلابېلو سيمو کې ۸ مهم لوی پلونه جوړ او ګټنې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
ده زياته کړه: ((اوس مهال په خوست کې پنځو نورو پلونو ته اړتيا ده چې جوړ شي. له دې ډلې څخه د دوو پلونو سروې شوې او هيله من يو چې د جوړولو چارې يې ژر پيل کړو.))
د فوايد عامې رييس انجينر مامورشاه دغه راز وويل چې د تڼيو د سيګۍ پله پر جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ د شاوخوا ۹ زره کورنيو د تګ راتګ ستونزه په بنسټيز ډول هواره شوه.
هغه د سيمې له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلې اسانتيا په خاطر له ياد پله څخه ساتنه وکړي او د تخريبېدو په حالت کې د فوايدعامې رياست مسوولينو ته په خپل وخت خبر ورکړي.
د متون سيمې يو اوسېدونکي حاجي شريف الله پژواک اژانس ته وويل چې د دې پله جوړېدل د خوړ پورې غاړې اوسېدونکو د ژوندانه مهمه او بنسټيزه اړتيا وه، ځکه د سيلابونو د راتلو پرمهال يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.
شريف الله وويل:((د هر سيلاب پرمهال زموږ ډېر ناروغان ددې خوړ څخه بېرته ګرځول شوي، يا يې ساه ورکړې. ځينې وختونه دلته سيلاب يو شمېر خلک وړي هم دي. اوس زموږ اندېښنه رفع شوه.))
د يادونې ده چې په خوست ولايت کې د ۸ جوړو شويو پلونو له ډلې څخه پر پنځو پلونو شوی مالي لګښت د افغانستان د فوايدعامې وزارت او د پاتې نورو درېيو جوړو شوو پلونو پيسې نړيوال بانک ورکړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن