دويم تعقيب-خوست ښار (پژواک، ۲۷ کب ۹۵): د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د موټر بم په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوى او د ملکي کسانو په ګډون ٢٩ تنه نور ټپيان دي.
د یادې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د کب په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د موټر په وسیله د یعقوبیو ولسوالۍ په پخوانۍ ودانۍ کې د ملي اردوپر یوه مرکز بریدکړی دی.
هغه وويل چې په دې چاودنه کې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوى او ١٣ نور ټپيان دي.
یادې امنیتي سرچینې وویل،چې ترڅو کیلو متره لرې ساحو پورې دچاودنې غږ اوریدل شوی او د کورونو شيشې یې هم ماتې کړې دي.
خو د تندر قول اردو د لومړى لوا قوماندان بريد جنرال ناصر هدايت پژواک ته وويل چې په ياده چاودنه کې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
ده وويل چې چاوديدونکي توکي په لارې موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې د يعقوبيو ولسوالۍ مرکزي پوسته يې په نښه کړې ده.
د همدې ولسوالۍ اداري مدير ميرګل مياخيل پژواک ته وويل چې د يادې چاودنې له امله ٤٠ کورونه، څلور جوماتونه، يوه مدرسه او يوه لېسه هم زيانمنه شوې ده.
هغه وايي چې د چاودنې له امله په کورونو کې ١٦ تنه ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي.
د سېمې يو اوسيدونکي ابراهيم پژواک ته وويل: (( ما وليدل چې د طالبانو موټرې راغلى او د څو تنو طالبانو جسدونه او ټپيان يې په موټر کې بار کړل.))
طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې مرکز کې شاوخوا ٧٠ سرتيري اوسيدل چې په بريد کې ګڼو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن