Language

برمل کې وزيرستاني ګډوال د پوليو واکسين د تطبيق مخنيوى کوي

ښرنه(پژواک،٢٨کب٩٥): د پاکستان له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه راستانه شوي ګډوال په داسې حال کې د پوليو واکسين د تطبيق مخنيوى کوي چې روان کال په همدې خلکو کې د پوليو ٧ مثبتې پېښې ليدل شوې دي.

په پکتيکا کې د پوليو واکسين د کمپاين مسوول ډاکټر محمد نور د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه ګڼ شمېر کورنۍ برمل ولسوالۍ ته  راکډه شوې دي.

ده وويل چې په دې وروستيو کې يادو کورنيو د پوليو واکسين، د تطبيق مخه نيولې او وايي چې دوى نه غواړي دغه واکسين  پر خپلو ماشومانو تطبيق کړي.

ده زياته کړه: (( په روان کال کې په پکتيکا کې د پوليو ٧ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې په همدې کډوالو کې وې او اوس يې هم له کوم دليل پرته د واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.))

د هغه په خبره، پوليو يوه وژونکې ناروغي ده، نو له همدې امله دې کورنۍ خپل ماشومان له دغې وژونکې او خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري او خپل ماشومان دې واکسين کړي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي ادم خان پژواک ته وويل چې له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه را بې ځايه شوې کورنۍ نه غواړي چې پر خپلو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيق کړي چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د پوليو واکسين کمپاين بند شوى دى.

ده زياته کړه: (( هغوى د واکسين په اړه بد نظر لري، خو زه چارواکو ته وايم که هغوى واکسين نه کوي نورو خلکو ته خو دې تطبيق پيل کړي.))

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل خروټي پژواک ته وويل چې د پوليو واکسين د ګوزڼ ترڅنګ د تور زيړي، شري، نري رنځ، سينه بغل او ګڼو نورو ناروغيو لپاره ښه درمل دي.

ده هم وويل چې په برمل ولسوالۍ کې يو شمېر بې ځايه شويو کورنيو د پوليو واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.

خروټي زياته کړه چې هڅه کوي، ترڅو دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي ځکه چې په کډوالو کې د پوليو ناروغي شته .

په پکتيکا کې د رواني ناروغيو ډاکټر محمد اعظم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د پوليو واکسين پر وړاندې د خلکو ذهنيت خراب شوی دى.

هغه زياته کړه ، خلک په دې باور دي چې واکسين د دې پرځای چې ماشومانو ته ګټه ورسوي ، بلکې بې تربيې او بې حيا کوي يې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.