ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خواجه غار او رستاق  ګڼ شمېر خلک پاکو اوبو ته لاس رسى نه لري

د خواجه غار او رستاق ګڼ شمېر خلک پاکو اوبو ته لاس رسى نه لري

author avatar
18 Mar 2017 - 16:00
د خواجه غار او رستاق  ګڼ شمېر خلک پاکو اوبو ته لاس رسى نه لري
author avatar
18 Mar 2017 - 16:00

تالقان(پژواک،٢٨کب٩٥): د تخار د خواجه غار او رستاق ولسواليو ګڼ شمېر کلي د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوسېدونکي يې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې کليو کې سریغ مامه یي، ګنده مامه یي، قله مامه یي، ولوالج، ګنده بای، کوکچه، نانبای، مغل ها، غټ لاله میدان، تخملي، عاقله مامه يې او ګڼ شمېر نور کلي شامل دي.

د دې سيمو اوسېدونکي وايي چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او حکومت هم په دې برخه کې اړينه پاملرنه نه کوي.

د خواجه غار ولسوالۍ د عاقله مامه یي د کلي اوسېدونکي امام الدین د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کلي کې سلګونه کورنۍ ژوند کوي، خو د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري.

هغه زياته کړه: (( موږ په خرو باندې يو ساعت مزل کوو او بيا د کوکچې له سيند څخه کورته اوبه راوړو او هغه هم پاکې نه دي.))

د امام الدين د معلوماتو له مخې، هر کال تر لسو پورې ماشومان چې اوبو پسې ځي، په کوکچې سیند کې ډوبېږي او د ځینو مړي یې هم نه موندل کېږي.

د یادې ولسوالۍ د کوکچې د کلي اوسېدونکي محمد کریم پژواک ته وويل چې د کوکچې د سیند اوبه شپږ میاشتې د څښلو نه وي، دوی یې کورونو ته راوړي، له رڼې کېدو وروسته یې بيا څښي.

ده زياته کړه: (( له حمل نه تر سنبلې پورې په سيند کې اوبه خړې وي، بيخي د څښلو نه وي، څو ساعته يې پريږدو ترڅو اوبه يې پاکې شي، بيا يې څښو.))

دغه راز د رستاق ولسوالۍ د ولوالج د کلي اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي پاکو اوبه ته لاس رسى نه لري.

ده وويل: (( د پاکو اوبو نشتون، سخت په مشکل کې کړي يو کله يو مريض او کله هم بل مريض وي، نو بيا موږ مجبور يو چې ډاکټر ته يوسي، په دې ولسوالۍ کې د ډيرو خلکو اقتصاد هم ښه نه دى ، کله ورسره د ډاکټر پيسې هم نه وي.))

يادو کسانو ويل چې څو ځله يې دغه ستونزه له سيمه ييزې ادارې  سره شريکه کړې خو په اړه يې تر اوسه اقدام نه دى شوى.

په ورته وخت کې بیا د تخار د کلیو پراختیا اداره وايي چې دغه سیمې یې له نږدې لېدلي او ډير ژر به يې د څښاک اوبو په اړه سروې پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.