Language

چارواکي: روان کال په غزني کې زر طالبان وژل شوي

غزني ښار(پژواک،٢٩کب٩٥): په غزني کې امنيتي چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې د زرو په شاوخوا کې طالبان وژل شوي او په همدې کچه ټپيان شوي هم دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال نظام الدين خنجر د کب په ٢٩مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې په تېرکال کې وسله والو طالبانو د ډيرو سيمو د نيونې هڅې وکړې خو هر ځل له مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه: (( په تېرکال کې يواځې په غزني کې زر طالبان وژل شوي او زر نور ټپيان شوي دي.))

خنجر وويل چې ډير ژر به په غزني کې د امنيت د ټينګښت په موخه پراخ پوځي عمليات پيل شي.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان د جګړې پرمهال د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه ګټه پورته کوي ، خو خلک بايد له حکومت سره همکاري وکړي او طالبانو ته خپل کورونه ورنه کړي.

په دې غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې ماتې خوړلې او نور د مقاومت توان نه لري.

ده زياته کړه: (( هيچا ته به موږ اجازه ورنه کړو چې غزني نا امنه او د خلکو ژوند يې تريخ کړي.))

والي هم وويل چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو هلو ځلو ښې پايلې درلودې، نو خلک هم بايد له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ د مهتر د سيمې اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل، د سيمو امنيت تر هغه ښه وي، ترڅو چې امنيتي ځواکونه په کې شتون ولري.

ده زياته کړه: (( امنيتي ځواکونه سيمې نيسي، خو هلته بيا پوستې نه جوړوي چې له تګ نه يې وروسته بېرته طالبان راځي او سيمه بېرته نا امنه کيږي.))

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلي وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېر يو کال کې په غزني د طالبانو د مرګ ژوبلې کچه سلو ته هم نه رسيږي.

login or register a new account.

Related Topics