خوست ښار (پژواک، ٣٠ کب ٩٥) : د خوست د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ديني عالمان له افغان دولت نه غوښتنه کوي چې له حزب اسلامي سره د شوي هوکړه ليک پر ټولو مادو عمل وکړي.
دوی د کب په ٣٠مه، په خوست ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، که چېرې د ياد هوکړه ليک ټول موارد پلې نه شي، ښايي ځينې سياسي کړۍ له دې موقع ناوړه ګټه واخلي او د سولې دا پروسه به له ناکامۍ سره مخ کړي.
د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي پر مرکزي ادارې غږ وکړ چې له حزب اسلامي سره پر شوې توافقنامې باندې ژر عمل وکړي او هغه نيمګړتياوې رفع کړي، چې د پلي کېدو مخه يې نيسي.
هغه زياته کړه : ((که چېرې له سستۍ کار واخيستل شي، د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ شوې هوکړې ته زيان رسېږي. هغه وسله وال مخالفين چې د حزب اسلامي له سولې څخه په الهام اخيستو يې غوښتل چې له افغان دولت سره يو ځای شي، هغوی ته هم د خطر زنګ دی.))
په دې ولايت کې د مجاهدينو د سرتاسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ کنفرانس ته وويل چې دننه په حکومت کې يو شمېر سياسي کړۍ د خپلو ګټو په خاطر ددې هوکړې د تطبيق مخه نيسي.
نوموړي پر مرکزي ادارې غږ وکړ چې له حزب اسلامي سره د شوي هوکړه ليک د عملي کيدو ترڅنګ دې وسله والو طالبانو سره هم د سولې په پروسه کې په رښتيني ډول اقدامات ترسره کړي.
دی وايي: ((که چېرې دغه هوکړه ليک چې افغان حکومت يې عملي نه کړي، زه فکر کوم چې له يوې خوا به ولسونه پر حکومت بې باوره شي او له بلې خوا به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخ شي.))
د خوست د ولايتي شورا غړې نعت بي بي عمري ياد کنفرانس ته وويل چې په جګړه کې تر هر چا ډېر زيان مېرمنو ته رسېږي او د يوې مېرمنې په توګه له افغان دولت نه غواړي چې د سولې دغه پروسه په برياليتوب سرته ورسوي.
عمري وويل: ((هره کوڅه او هر کلی د يتيمانو او کونډو ډک دی، نور له جنګونو ستړي شوي يو، افغان دولت بايد د حزب اسلامي ټول بنديان له زندانونو خوشې کړي او که بيا هم دا خبرې له خنډ سره مخ شي، موږ مېرمنې به خپل اواز پورته کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن