Language

١٦ ولايتونو ته د نصاب درسي کتابونه نه دي رسيدلي

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ٩٦): په داسې حال کې چې دوه ورځې وروسته نوى تعليمي کال پيلېږي، خو د پوهنې وزارت وايي، چې ١٦ ولايتونو ته تر اوسه درسي کتابونه نه دي رسيدلي.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د ولسمشر په مشرۍ د نوي پوهيز کال د پيلېدو په اړه يوه ځانګړې غونډه جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، چې ددې غونډې پر مهال د ښوونې او روزنې وزارت مسوولينو شکايت وکړ، چې  د تدارکاتو او نورو ځېنو موضوعاتو او ستونزو له امله تر اوسه ١٦ ولايتونو ته د نصاب درسي کتابونه نه دي رسيدلي.

د وزارت مسوولينو له ولسمشر څخه غوښتي دي، چې په دې برخه کې همکاري کړي.

سرچينې ويلي، چې ولسمشر د ملي دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې، چې له پوهنې وزارت سره په ګډه ټولو ولايتونو ته ژر تر ژره د نصاب درسي کتابونه ورسوي.

login or register a new account.