ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نامسوولو وسله والو قوماندان له مور او ښځې سره وژل شوى

د نامسوولو وسله والو قوماندان له مور او ښځې سره وژل شوى

author avatar
22 Mar 2017 - 10:31
د نامسوولو وسله والو قوماندان له مور او ښځې سره وژل شوى
author avatar
22 Mar 2017 - 10:31

تالقان (پژواک، ٢ ورى ٩٥): په تخار ولايت کې د نا مسوولو وسله والو يو ځايي قوماندان له خپلې  مور او ښځې سره يو ځاى وژل شوى دى.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالجليل اسير  د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د نواباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژاندو کسانو په ياده سيمه کې د قوماندان فتاح په نامه د ځايي نامسوول  وسله وال پر کور بريد کړى او هغه يې له مور او ښځې سره وژلى دى.

د نويد په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې قوماندان فتاح په سيمه کې تر ١٥ پورې نامسوول وسله وال درلودل او په درېيو ولسواليو کې يې د جنبش قوماندان ملک تاتار پورې تړاو درلود.

تر اوسه ددې پېښې مسووليت کومې ډلې  نه دى منلى .

د يادونې ده چې په تخار ولايت کې نامسوول وسله وال ډېر دي او تر دې مخکې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.