تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٦): په تخار کې د سیمه ييزو پوليسو يوه قوماندان پر حکومتي پلاوي بريد کړى چې په ترڅ کې یې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخیل اسیر د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اشکمش ولسوالى کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نن له غرمې مخکې د تالقانو ښار د چشمه شیر په سيمه کې پر عامو خلکو ډزې کړې دي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د چشمه شیر سیمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې دغه قوماندان په سیمه کې د خلکو ځمکې غصب کړې وې او وژل شوي کسان ټول سپین ږیري وو چې له حکومتي پلاوي سره د دې ستونزې د حل لپاره د ځمکې پر سر را ټول شوي وو.
خو د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي چې قوماندان مقتدر له سیمې تښتېدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې د ي.
څو کاله مخکې هم قوماندان مقتدر د فرخار ولسوالۍ امنیه قوماندان و چې د یو شمېر لاریون کوونکو د وژلو په تور زنداني شوی و، خو تېر کال له زندان څخه ازاد شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن