خوست- جلال اباد (پژواک، ٦ ورى ٩٦): په خوست، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنيتي چارواکي وايي چې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه ماين خښوونکي ژوندي نيول شوي دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت نن (د وري ۶مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه موټرسايکل سپاره هغه مهال د پوليسو له خوا ووژل شول، چې وسله وال برید یې وکړ.
هغه د وژل شوو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې له هغوی يو کلاشينکوف، يوه تومانچه او دوه موټرسايکل ترلاسه شوي دي.
امنيه قوماندان زياتوي: ((دغو دوو وسله والو مخالفينو غوښتل چې زموږ پر سرتېرو باندې حمله وکړي، خو مخکې له دې چې هغوی خپل هدف ته ورسېږي، د پوليسو له خوا له منځه يو وړل شول.))
غيرت دغه راز وويل چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونو د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې دوه ماين خښوونکي او لسګونه کړۍ بېلابېل د وسايطو ضد ماينونه چې په ځینو سيمو کې ځای پر ځای شوي وو، نيولي دي.
دى وايي: ((نن بيا هم هغه کسان چې په غير قانوني کړنو کې يې لاس درلود، د پوليسو له خوا نيول شوي او همدا ډول د نوي کال په لومړۍ ورځ وسله والو مخالفينو غوښتل چې بې ګناه افغانان پر بمونو باندې په وينو ولمبوي، خو موږ د هغوی مخه ونيوه.))
امنيه قوماندان زياته کړه چې پوليسو هغه درې وسله وال غله هم نيولي چې په خوست ښار کې به يې له خلکو موټر تښتول.
بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د روانو ګډو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن