Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: لغمان کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى

چارواکي: لغمان کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى

author avatar
28 Mar 2017 - 17:44
چارواکي: لغمان کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى
author avatar
28 Mar 2017 - 17:44

جلال اباد ( پژواک، ٨ ورى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو او بېلا بېلو وسله والو نښتو کې د مخالفینو یو مهم قوماندان وژل شوی او درې نور یې سخت ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ د شرشرې سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره کړي .

هغه زياته کړه چې ددې عملياتو په پايله کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو د تش په نوم ولسوال روح الله د ګروپ یو مشهور او مخفي قوماندان نصیر احمد وژل شوی دی.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې وسلې او مهمات هم  ترلاسه شوي.

ځواک وايي، قوماندان نصیر احمد د هغو مشهور او مخفي تروریستانو له ډلې څخه و چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې به یې د امنیتي ځواکونو د لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کول، وخت نا وخته به یې د امبیړ له لوري پر ۲۰۱ سیلاب قول اردو میزایل توغول .

د والي وياند دغه راز وويل چې بل لور ته  بیا د مرکز اړوند د شمټۍ، بدیع اباد او الیشنګ په استقامت د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ په بېلا بېلو نښتو کې درې وسله وال مخالفین شدید ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.