غزني ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسواليو کې ١٥ طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګيرو ولسوالۍ په سفرال او د اندړو ولسوالۍ په جمال کلا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.
ده وويل چې په ګيرو ولسوالۍ کې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او په اندړو کې اته طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل هم يادې څرګندونې تاييد وکړې او ویې ويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په غزني کې د شمشاد په نوم پسرلني عمليات پيل شوي دي.
د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
هغه وايي چې دواړه لوري يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په اندړو او ګيرو ولسواليو کې طالبانو ته په دې کچه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زياته کړه: ((دا خبره ناسمه ده، پرون په اندړو کې جګړه شوې یو ملګری یې شهید شوی، خو د دښمن ۴ عسکر وژل شوي ۷ ټپیان دي، یو تن په ټپي حالت کې نیول شوی، ۲ موټر له منځه تللي.))
مجاهد وايي چې په ګیرو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو پر یوه باغ بمبار کړى چې يوازې د اوبو يو ماشين او د ماشين خونه يې خرابه کړې ده.
د غزني د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، له تېرو درېيو ورځو راهيسې په مقر، ګيرو، ده يک او اندړو ولسواليو کې ٣٥ طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP