ښرنه(پژواک،١٢ورى٩٦): د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې د وژلو په بدل کې دوه ماشومې نجونې په بدو کې ورکړل شوې.
د خيرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې غړي عظمت کټوازي د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د يوې قومي پرېکړې له مخې دوه ماشومې نجونې د يوې ښځې د وژل کېدو په بدل کې په بدو کې ورکړل شوې دي.
ده وويل چې د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خپله ميرمن چې د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکې وه، په وهلو ټکولو وژلې وه.
هغه وويل چې تر دې پېښې وروسته د دواړو کورنيو ترمنځ دښمني جوړه شوه چې بيا د مقتولې پلارګنۍ د شپږ نجونو او څلور سوه زره پاکستاني کلدارو غوښتنه کړې وه.
ده زياته کړه: (( تېره ورځ بيا په دې اړه جرګې پرېکړه کړې، دوه وړې نجونې او دوه لکه کلدارې يې د مقتولې کورنۍ ته ورکړې دي.))
کټوازي ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دغه شان ناسمو دودونو مخه ونيسي.
د يادې پرېکړې يو تن مرکه کوونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: (( دغه کار موږ د دې دوه کورنيو ترمنځ د شخړې د حل په موخه کړى دى.))
د ښرنې اوسېدونکي حضرت شاه پژواک ته وويل چې دغه ډول کړنې د اسلام له اصولو او د بشري حقونو له قوانينو څخه ښکاره سرغړونه ده.
هغه زياته کړه: (( دا په کتاب او قانون کې راغلي چې جرم دې ورور وکړي او سزا دې خور ته ورکړل شي، دغه خراب رواجونه بايد نور ختم شي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې سيمه ييز مسوولين په دې پېښه خبر دي او دواړه کورنۍ يې د ولايت مقام ته غوښتې دي.
ده وويل چې چارواکي به له يادو کورنيو څخه وغواړي ترڅو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا په ډير شمېر ولسواليو کې قومي تړونونه شوي چې له مخې يې بايد نجونې په بدو کې ورنه کړل شي.
login or register a new account.