تالقان (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په شمال زون کې د پوليسو عمومي قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال د وري په ١٣مه رسنيو ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له څو لورو د درقد ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه وکړل.
ده وويل چې په دې بريدونو کې لس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي او بريد يې هم پر شا تمبول شوى دى.
د کامه وال په وينا، جګړې نږدې اته ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير بيا پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د طالبانو ټپيان په سيمه کې د کلتوت په نوم کلينيک ته لېږدول شوي دي.
د کلتوت سيمې کنټرول له طالبانو سره دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ ونيوله خو تر يوې مياشتې وروسته امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته خو اوس هم ډيرى سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن