خوست ښار (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): په خوست ښار کې یو لوی کانال تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد کانال د ښار د لوېديځې څنډې د پروژې له پله څخه د غړومبي تر خوړ پورې غځېدلی دی.
دغه کانال ۲.۲ کيلومتره اوږدوالی، ۵ متره پلنوالۍ او ۳ متره ژوروالۍ لري.
د خوست والي حکم خان حبيبي د دغه کانال د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه کانال د ښاروالي د انکشافي بوديجې له لوري نږدې ۴۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې يې د يو نيم کال په موده کې سر ته رسېدلې دي.
نوموړي زياته کړه چې له دې وروسته به د ښار د اوسېدونکو هغه وېره له منځه ولاړه شي چې د باران او د سېلابونو راوتلو په وخت کې ورسره مخ و.
هغه وايي: ((تر دې وړاندې د ښار خلک د باران او د سېلابونو د اوبو او د يو منظم کاناليزاسيون د نه شتون له امله د لسګونو ستونزو سره مخ و او وخت ناوخت به د ښاريانو کورونه تر اوبو لاندې کېدل مالي او ځاني تلفات يې ليدل.))
والي حبيبي زياتوي چې ښار د يو منظم کاناليزاسيون سيستم څخه د برخمن کيدو او د باراني اوبو د وتلو لپاره خوست ښاروالي دا ډول نور کانالونه هم په نظر کې لري چې په نږدې راتلونکي کې به يې عملي کارونه پيل شي.
د محمد ابراهيم په نوم يو کس چې د همدغه کانال څنګ کې اوسېږي پژواک اژانس ته وويل، هر کله به چې په دغه کانال کې د باران او سېلابونو اوبه راتلې نو دوی پر کور به ور وختې او هر څه به يې ترې يووړل.
هغه زياته کړه: ((لس وارې موږ باندې اوبه راغلې، کور يې رانه وړی، کالي يې رانه وړي چرګې يې رانه وړې دي او چا موږ سره کومک نه دی کړی، نن چې دغه کانال جوړ شو، نو ډېر ورته خوشحاله يو چې دا اوبه زموږ نه منع شولې.))
د خوست د والي په خبره کې چې په تېر يو نيم کال کې د ښاري پراختيا په برخه کې ۱۵ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي چې نږدې ۳۰۰ ميليونه افغانۍ ورباندې لګښت راغلی او دا لړۍ نوره هم جريان لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن