خوست ښار (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر کړيو د ښاري پراختيا او د نورو انکشافي کارونو مخه نيولې ده.
دغه څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي د وري په ١٦مه د تېر ۱۳۹۵ لمريز کال د لاسته راوړنو او ننګونو په تړاو يوې ولسي غونډې ته وکړې، چې د دغه ولايت د ځینو سيمو سلګونه کسانو په کې ګډون کړی و.
که څه هم نوموړي په دې برخه کې د کومې ډلې او يا د کوم چا نوم وانه خيست خو ويې ويل، ځيني کړۍ د خپلو اهدافو په خاطر چې ګني د خوست ځمکې چور شوې غواړي د ښاري پراختيا پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.
هغه وايي: ((که زما داسې حکم مو پيدا کړ چې د قانون خلاف او يا فوق العاده وي، زه ولايت نه کوم، خو که د قانون په رڼا کې هندو هم راشي ورته يې ليکم. دلته يو شی غير قانوني نه دي هر څه چې کېږي ستاسو د عزت لپاره کېږي.))
دغه راز حبيبي يادې غونډې ته وويل، د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي په يو شمېر ولايتونو کې د دې لامل شوې چې جګړه شدت ومومي او د دولت وسله وال مخالفين ډېرې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
هغه وايي، که چېرې افغان امنيتي ځواکونه د يو ګډ تفاهم له مخې مخکې لاړ شي، نو د وسله والو مخالفينو په له منځه وړو او د سولې او ثبات په تامين کې به اغېزمن ثابت شي چې ښه بېلګه يې خوست ښودلی شو.
ده زياته کړه: ((زموږ امنيتي ستونزې د امنيتي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی دی او کله چې کوم ځای کې امنيتي ستونزه پېښېږي له بده مرغه چې هلته ضعف د هماهنګۍ موجود وي، ولې په خوست کې بيا دغه اصل ډېر پياوړی دی.))
والي همدا ډول وويل، په تېر کال کې د خوست په مختلفو سيمو کې د سلګونه ميليونه افغانيو په ارزښت بېلابېلې پرمختيايي پروژې چې پلونه، سړکونه، سربندونه او نور شامل دي، پلې شوې دي.
هغه په همدې حال کې په استراليا کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني پر وړاندې د يو شمېر هزاره توکمو وګړو لاريون هم وغانده او دا يې يوازې ولسمشر ته نه، بلکې د ټول افغانستان خلکو ته سپکاوی ياد کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن