Language

کندوز کې دوو چاودنو ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندوز ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): په کندوز ولايت کې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، بلخوا د یوې بلې چاودنې له امله ۱۱ کسان برسېرنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون ماښام د چهاردرې ولسوالۍ په قضاب کلي کې رامنځته شوې ده چې په پايله کې يې څلور ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

هغه زياته کړه: ((يادو ماشومانو له مرمۍ سره لوبې کولې چې چاودنه پرې وشوه.))

اکبري زياته کړه چې د کندوز ښار د کابل بندر کې پر خلکو د يوه لاسي بم غورځولو پر مهال ١١ کسان په سرسري ډول ژوبل شوي دي.

د ٨٠٨ سپين زر زون وياند زياته کړه چې دغه پېښه د موټر چلوونکو تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د يادې امنيتي سرچينې په خبره، د پېښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.

login or register a new account.

Related Topics