Language

د لوګر خلک: د نایب امین الله خان روغتون چارې دې ژر بشپړې شي

پل علم (پژواک، ۲۳ وری ٩٦): له تېرو دريو کلونو راهيسې په لوګر کې د يوه ۳۰۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې د نا معلومو دلايلو له مخې ولاړې دي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي په روغتيايي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره له نن څخه لس کاله وړاندې په ١٣٨٦ کال کې کېښودل شوه او مالي چارې يې هم د ګاونډي هېواد پاکستان پر غاړه دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز پل علم کې د نايب امين الله خان د درې سوه بستريز روغتون د جوړولو چارې له ډېرې مودې راهيسې په ټپه ولاړې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته خلک له ډېرو روغتيايي مشکلاتو سره مخ دي، خو دا درې کاله کېږي چې د نايب امين الله شفاخانه نه جوړېږي.))

ده ټينګار وکړ چې د دغه روغتون د جوړولو چارې بايد هر څه ژر بشپړې شي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

د مرکز پل علم اړوند د پورک سيمې قومي مشر شاه محمود پژواک ته وويل چې د لوګر خلک په روغتيايي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((دلته ډېر وخت کېږي چې د يوې شفاخانې جوړولو کار شروع شوى، خو هېڅ نه خلاصېږي، خلک مجبور دي چې خپل مريضان کابل او يا هم بل ولايت ته يوسي.))

د هغه په وينا خلک هيله من دي چې حکومت او اړوندې ادارې هر څه ژر نايب امين الله خان روغتون د جوړېدو چارې بشپړې کړي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيد داود پژاوک ته وويل: ((زموږ خلک يوې مجهزې شفاخانې ته ضرورت لري، خو د حکومت لپاره شرم دى چې په لسو کلونو کې يوه شفاخانه نه شي جوړولاى.))

ده وويل که چېرې د نايب امين الله خان د روغتون چارې بشپړې شي نو بيا د لوګر اوسېدونکي نه اړ کېږي چې خپل ناروغان کابل او نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

د اړوندې موضوع په اړه په ولسي جرګه کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي پژواک ته وويل چې د نايب امين الله خان د روغتون په جوړولو کې حکومت بې پروايي کوي.

ده وويل: ((حکومت بايد پر پاکستان فشار راوړي څو دې شفاخانې کار خلاص کړي، حکومت بايد په دې برخه کې بې پروايي ونه کړي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.