Language

حميدي: وسله وال مخالفين بايد پوه شي چې له يوه اسلامي نظام سره جګړه کوي

کندوز(پژواک، ٢٦ورى ٩٦): د کندوز امنيې قوماندان په يوه کم ساري اقدام کې هره ورځ خپلو تر لاس لاندې کسانو ته د  قرانکريم د ژباړې او تفسير زده کړه  ورکوي او وايي چې امنيتي ځواکونه بايد د پوځي مهارتونو ترڅنګ پر علم او اسلامي پوهه هم سمبال وي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وايي چې هره ورځ د ماسپښين له لمانځه وروسته د شلو دقيقو لپاره د خپل پرسونل لپاره د قرانکريم د ژباړې او تفسير تدريس کوي، دا کار د امنيتي ځواکونو پر روحيه په ځانګړي ډول د پوليسو پر روحيه ښه اغېزه لري.

هغه زياته کړه چې له پروګرام يې موخه داده چې هغوى پر اخلاقي او اسلامي پوهه سمبال شي، په ټولنه کې دهغوى چلند او ډول ايجابوي چې بايد علم او پوهه ولري، خپل وظيفوي مکلفيتونه په ښه ډول درک کړي.

حميدي وويل:((کوم کسان چېر تېرولي او د وسله والو مخالفينو په ليکو کې د افغان اسلامي دولت پر وړاندې جګړه کوي، بايد پوه شي چې دا يو اسلامي حکومت دى، لاس جګړې دې لاس واخلي او له حکومت سره دې يو ځاى شي.))

د پژواک خبري اژانس خبريال چې دا ډول يوه پروګرام کې يې ګډون کړى، وويل چې هره ورځ په ياد شوي روزنيز پروګرام کې د امنيې قوماندانۍ لسګونه پوليس ګډون کوي.

د قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير ويس الدين تلاش چې هره ورځ په يادو شوو پروګرامونو کې ګډون کوي، وويل چې د داسې پروګرامونو جوړول ډېر مهم او ګټور دي، کولى شي چې د پوليسو د اسلامي او ديني پوهاوي کچه لوړه کړي.

نوموړي زياته کړه وسله وال مخالفين بايد پوهېږي چې امنيتي ځواکونه له ديني مسايلو خبر دي، د يوه اسلامي حکومت تر چتر لاندې فعاليت کوي، وسله وال مخالفين بايد نور تېر نه وځي او د اسلامي حکومت سره دې يو ځاى شي.

د کندوز امنيې قوماندانۍ پوليسو يوه بل افسر بشيراندرابي وويل چې د امنيې قوماندانۍ له لوري روزنيز پروګرامونه طرحه شوي چې د پوليس ځواکونو د عامه پوهاوي په لوړولو کې به موثر وي.

له بلې خوا د کندوز يوه قويم مخور حاجي عبدالرحيم د امنیې قماندانۍ له دغه اقدام هر کلى وکړ او وويل:((د علم زده کړه پر مسلمان مومن فرض ده، د امنيې قوماندان دغه اقدام د خلکو او دولت ترمنځ واټن کموي، دا ډول پروګرامونه بايد د امنيتي ځواکونو په ټولو قطعو کې پلي شي.))

login or register a new account.