ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځدراڼو قوم  د غوښتنو نه منلو په صورت کې له دولت سره د پرېکون ګواښ وکړ

د ځدراڼو قوم د غوښتنو نه منلو په صورت کې له دولت سره د پرېکون ګواښ وکړ

author avatar
15 Apr 2017 - 15:52
د ځدراڼو قوم  د غوښتنو نه منلو په صورت کې له دولت سره د پرېکون ګواښ وکړ
author avatar
15 Apr 2017 - 15:52

خوست ښار (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د ځدراڼو قوم مشران او ديني عالمان وايي، که  مرکزي اداره يې غوښتنې ونه مني، نو پريکون به ورسره اعلان کړي.

يادو مشرانو او ديني عالمانو دا څرګندونې نن د وري په ۲۶مه په خوست ولايت کې د هغې پراخه غونډې پرمهال وکړې چې د ځدراڼو قوم د يادو يوولسو ولسواليو سلګونه خلکو په کې ګډون کړى وو.

دوی همدارنګه په خپلو خبرو کې له افغان دولت او د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل  چې خپلو سياسي موخو ته د رسېدو په موخه د جنګ پرځای د خبرو لار غوره کړي.

يو تن قومي مشر حاجي مارک ځدراڼ غونډې وويل  چې د ملي يووالي حکومت مشران دې په هغه ژمنو عمل وکړي  چې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول  د ځدراڼو قوم سره يې کړې دي.

نوموړي د ګواښ په ډول وويل، که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو له دولت سره د پرېکون ترڅنګه به لويې لارې هم د خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړي.

هغه وايي: ((  په هر ډول  چې وي له دولت څخه خپل حق غواړو سوال نه ورته کوو، که يې نه راکوي نو د غلګۍ نه ښکته نه راځي، زه خپل يو هېواد جوړوم خپل قوت يم او ځدراڼو دولت جوړ کړی دی او ړنګ کړی يې هم دی.))

دغې غونډې ته د قومونو او قبايلو په چارو کې د اجرائيه رياست سلاکار بخت محمد ځدراڼ بيا وويل،د ملي يووالي حکومت مشران ژمن دي ټولې هغه ژمنې چې د ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال يې له خپل ولس سره کړې وې، يو پر بل پسې عملي کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ له تاسو سره ژمنه کوو چې  صادق  يو او دې قوم ته به د يو عسکر د يو خادم په حيث هلې ځلې کوو او هغه څه چې زموږ په وس او توان کې وي له خپلو خلکو به يې دريغ نه کړو.))

ددې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو په افغان دولت او همدا راز د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې موخو ته د رسېدو لپاره د يو بل  له وژلو نه لاس واخلي او پرځای دې د خبرو لار غوره کړي.

ديني عالم مولوي محمد سردار ځدراڼ وويل : ((زموږ  د ځدراڼو لوی قوم به د طالبانو او حکومت ترمنځ د درېيمګړي رول ادا کړي. د خپلو مشرانو، علماوو او سياسي څېرو د نفوذ نه په استفادې به په حکومت باندې فشار راوړي او طالبانو ته به هم سوال کوي چې نور جنګ نه سوله غواړو، امن غواړو او اتفاق غواړو.))

مولوي محمدسردار ځدراڼ د لويې پکتيا په نورو قومونو هم غږ وکړ چې د دوی په ډول په خپلو کې يووالۍ او اتحاد وکړي او خپل منځي مشکلات د خبرو له لارې حل کړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.