Language

برمل  کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو د جوړلو په غبرګون کې لاريون وشو

ښرنه(پژواک،٢٦ورى٩٦):د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د انګورو اډې په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو د جوړلو په غبرګون کې لاريون وکړ.

درې ورځې وړاندې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د انګورو اډې په سيمه کې د تاسيساتو پر جوړلو لاس پورې کړى دى.

د پاکستاني پوځيانو د دې کړنې پر وړاندې د برمل ولسوالۍ د انګورو اډې سيمې سلګونو اوسېدونکو نن د وري په ٢٦مه لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه قومي مشر حاجي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد هرڅه ژر په دې سيمه کې د پاکستان د پوځي تاسيساتو د جوړولو مخه ونيسي.

ده وويل: (( که حکومت په دې اړه اقدام وکړي نو ټول ملت يې ترشا ولاړ دى.))

بل لاريون کوونکي نورالله پژواک ته وويل چې پاکستاني پوځيانو يوه  پوسته دوه ورځې وړاندې جوړه کړه او د بلې پوستې د جوړونې چارې يې نن پيل کړې.

هغه زياته کړه: (( نن موږ په باډر بازار کې لاريون وکړ، د کرښې د دواړو غاړو خلکو په کې برخه اخيستې وه نږدې زر کسان وو.))

ده وويل ،که حکومت د پاکستان د دې کړنې مخه ونه نيسي خو عام خلک به لاس په کار شي.

په انګورو اډې سيمه کې د سرحدي پوليسو د اتم کنډک قوماندان صديق الله منګل پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړې ده.

ده وويل چې په دې سيمه کې اوسمهال يواځې سرحدي ځواکونه دي او د نورو ځواکونو شتون ته هم اړتيا ده.

د هغه په وينا، پاکستاني پوځيانو لومړى پوسته درې سوه متره مخکې او دويمه پوسته يې پنځه سوه متره مخکې د افغانستان په خاروه کې جوړه کړې ده.

د پکتيکا نور چارواکي په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.