غزني ښار(پژواک،٢٧ورى٩٦):د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ طالبان او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د وري په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دې بريد کې شپږ طالبان و وژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
ده وويل چې له جګړې لږ وروسته طالبانو د هاوان يوه مرمۍ توغولې چې پر يوه کور لګېدلې ده.
د امرخېل په وينا، د همدې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او کور يې هم ويجاړ شوى دى.
د اندړو ولسوالۍ د غونډۍ سيمې اوسېدونکي محمداشرف پژواک ته وويل چې نن سهار څو ساعته د دوى په کلي کې جګړه وه.
ده وويل چې د همدې جګړې په ترڅ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې دوه نارينه، دوه ماشومان او يوه ښځه شامل دي.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار د اندړو ولسوالۍ په ميدانوالو سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وويل چې په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه پوليس او يو طالب ټپيان شوي دي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، وروسته د امنيتي ځواکونو د هاوان يوه مرمۍ په غونډۍ کلي کې د محمد نذير پر کور لګېدلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP