Language

غزني کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ده يک ولسوالۍ کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو بريد کړى دى.

هغه وايي: ((طالبانو غونډه جوړه کړې وه او غوښتل يې چې د بريد لپاره پلان جوړ کړي چې د امنيتي ځواکونو په توپ وېشتې دي.))

د رضايي د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د سليمانزو سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته يې د درنو ډزو غږ اورېدلى دى.

هغه وويل چې په سيمه کې د طالبانو تګ راتګ ډېر دى او خپلې غونډې هم په همدې سيمه کې کوي.

وسله وال طالبان په ده يک کې جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په سليمانزو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې شپږ پوليس او درې طالبان وژل شوي او يو شمېر نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه وشوه چې په ترڅ کې ١١ طالبان و وژل شو او ٨ نور ټپيان شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.