ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي ځوانان تعليم او تحصيل ته را وبلل

حامد کرزي ځوانان تعليم او تحصيل ته را وبلل

author avatar
20 Apr 2017 - 16:53
حامد کرزي ځوانان تعليم او تحصيل ته را وبلل
author avatar
20 Apr 2017 - 16:53

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): پخوانى ولسمشر حامد کرزى تعليم او تحصيل ته د ځوانانو ځوانانو د هڅونې تر څنګ وايي چې د ځوانانو تحصيل له ستونزو د وتلو لپاره يوازېنۍ لار ده.

نوموړى چې د حامد کرزي بنسټ کاليزې ته يې خبرې کولې، وويل چې تعليم او تحصيل د هېواد د ترقۍ او ابادۍ لامل ګرځي.

نوموړي وويل دا چې ځوانان له تعليم او تحصيل سره ډېره مينه او لېوالتيا لري، بايد په دې برخه کې پر ځوانانو ډېره پانګونه وکړي.

کرزي زياته کړه: ((د لومړي ځل لپاره د هېواد له پانګه والو غواړو چې د حامد کرزي له بنسټ سره مرسته وکړي، څو هر کال د هېواد له بېلابېلو برخو نه سلګونه ځوانان د علم او پوهې حاصلولو لپاره له هېواده بهر واستوي او افغانستان له دې لارې سوکالۍ او ابادۍ ته ورسوو، ډاډمن اوسئ چې ستاسې د يوې يوې پيسې حساب تاسې ته درکول کېږي.))

د حامد کرزي بنسټ اجرايي مشر رنګين دادفر سپتنا په يادو مراسمو کې وويل چې د حامد کرزي بنسټ تصميم لري چې د ټولو ولايتونو مستحق او وړ ځوانان بهرنيو او کورنيو بورسونو کې معرفي کړي.

هغه د ياد بنسټ جوړولو موخه هم د هېواد خلکو ته خدمت ياد کړ او ويې ويل چې يادې ادارې له پيل نه تر نن پورې له هېواده بهر او داخل کې د وړ او با استعداده ځوانانو لپاره د علمي او کلتوري سيمينارونو زمينه مساعده کړې او د مهمو ملي شخصيتونو د نمانځنې غونډې يې جوړې کړې دي.

دغه بنسټ د ١٣٩٤ لمريز کال د لړم په ٦مه نېټه د هېواد د مستحقو او مستعدو ځوانانو لپاره د لوړو او فرهنګي زده کړو په موخه تاسيس او پرانيستل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.