خوست ښار (پژواک، ٤ غويى ٩٦) : په خوست ولايت کې پر ځانګړو افغان ځواکونو شوي ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن ترغرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه زاړه هوايي ډګر سره ، چېرته چې د امريکايي ځواکونو پوځي اډه هم ده پر يوې پوستې وشو.
هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر د سپين فلانيګ کوچ موټر په وسيله دا بريد کړى چې په ترڅ کې يې د افغان ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز امنيه قوماندان وويل، په کورونو کې دوه نجونې هم ټپيان شوې او د سيمې اوسېدونکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
ددې چاودنې غږ په ټول خوست ښار او شاوخوا سيمو کې اورېدل شوى او د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن